د ښځو پر کار بنديز؛ افغانستان کې د ۱۵۱ سازمانونو ۸۶ سلنه کار درېدلی

اطلاعات روز: د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتيا لپاره د ملګرو ملتونو بنسټ يا هم د ملګرو ملتونو ښځو ويلي، چې د طالبانو تر فرمان وروسته د هغو سازمانونو ۸۶ سلنه کار درېدلی او يا ځنډېدلی چې د ښځو تر مشرۍ لاندې يې کار کاوه او يا يې هم تمرکز د ښځو پر وضعيت و.

دې بنسټ د بشري مرستو وړاندې کوونکي هغه ۱۵۱ سازمانونه پوښتلي چې ډیری يې د ښځو تر مشرۍ لاندې کار کوي او يا يې هم تمرکز پر ښځو دی.

د ملګرو ملتونو ښځو ويلي، چې په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز مرستو ته د ښځو د لاسرسي په لړ کې بدې پايلې لري.

د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.

ويل شوي، چې په هرو درې ارزول شويو سازمانونو کې يو سازمان اړ شوی چې د طالبانو د بنديز له کبله خپل ۷۰ سلنه فعاليتونه ودروي.

طالبانو په دې وروستيو کې د ښځو پر لوړو زده کړو له بنديز سره – سره په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه. دا بنسټونه اوس مهال د مرستو رسولو په چارو
بوخت دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دا فرمان د ملګرو ملتونو پر سازمان هم تطبيقېږي.

ده له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې دا فرمان د ښځو د «عزت او عفت د خونديتوب» لپاره ورکړل شوی دی.

مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت دې پايلې ته رسېدلی چې ښځې بايد په هيڅ صورت هم په موسېسو کې کار ونه کړي. «ځکه دا موسېسې د امارت تر کنټرول لاندې نه دي، د ښځو لپاره پکې خطر زيات دی او موږ ته هم خطرناک راپورونه را رسېدلي دي.»

نوموړي په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول د غلا په څېر ګڼلی او د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه ښځې به څه کوي چې د کور يوازينۍ ډوډۍ ګټونکې دي، ويلي: «څوک چې دا استدلال کوي چې زه غلا کوم ځکه ماشومانو ته مې ډوډۍ ګټم، موږ نشو کولای چې د غلا اجازه ورکړو.»