لغمان کې د یوه موټر د چپه کیدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان دي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کیدو په پیښه کې یو کس مړ شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان وایي، چې تیره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د مرغومي) ناوخته د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند «نویا درې» کشلام سیمه کې یو صرف ډوله موټر د چپه کیدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي او یو بل خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وایي، ټپیان یې پر وخت د لغمان مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال کړي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

لغمان کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې په لېرې پرتو ولسوالیو کې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته کیږي.