اطلاعات روز: د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، زده کړو او کار ته د افغان ښځو د لاسرسي لپاره هڅه کوي.
هغې تېره شپه (یکشنبه، ۱۱ د مرغومي) په یوه ټویټ کې لیکلي چې نموړې به د افغانستان د ښځو او نجونو غږ شي.
امیري د افغانستان ښځو او نجونو ته لیکلي: «زه ستاسو غږ اورم، زه به ستاسو تر څنګ ودریږم او د زده کړې او کار ته ستاسو د لاسرسي په برخه کې به پوره هڅه وکړم، ترڅو تاسو د خپلو کورنیو اړتیاوو ته د رسیدو ترڅنګ په یوه سوله ییز او با ثباته افغانستان کې په معنی داره توګه ګډون وکړئ.»
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې شوې دي.
دا مهال طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې یې د نجونو پر مخ تړلي دي. په ۹۰مه لسیزه کې طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال ښځې له زده کړو او کار منع کړې وې.