کندهار کې د ښځینه سوداګریز مارکیټ تړلو سره ګڼې بې سرپرسته میرمنې بې کاره شوي

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې طالبانو په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز ولګوه دغې ډلې کندهار کې د‌ ښځو يوازينی سوداګريز مارکېټ هم وتړه او ښځينه سوداګرې او کارکوونکې يې خپلو کورونو ته رخصت کړې.

دا د کندهارۍ ميرمنو لپاره يوازينی سوداګريز مارکېټ و چې د هېواد دننه او بهر يې لسګونه پيرودونکي درلودل او زيات شمېر کونډې او د کورنۍ سرپرستې میرمنې پکې په کار بوختې وې.

د یاد سوداګريز مارکېټ مسوولې چې نه یې غوښتل نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، تردې وړاندې دغلته شاوخوا ۲۷۰ ښځې په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې وې خو اوس ټولې بېکاره شوې دي.

نموړې وایي: « په دې مارکېټ کې نږدې ۲۷۰ ښځو په بېلابېلو برخو لکه د خياطۍ، پردې او سرتختي جوړولو، حجابونو، ښځينه نجارۍ، اچار او مربا جوړولو، آرايشگاه او پرچون دوکانونو کې کار کوه او خپلو کورونو ته يې ډوډۍ له همدې مکانه برابرول خو اوس دا مارکېټ بند شو معلومه نه ده چې څه وخت به بیرته پرانیستل شي.»

کندهار کې ښځینه سوداګریز مارکیټ چې اوس طالبانو تړلی.انځور: اطلاعات روز

یاده مسووله زیاتوي، دغلته د دې په ګډون نږدې ۹۰سلنه ښځو د خپلو کورنيو سرپرستي په غاړه درلوده خو اوس د ګڼو اقتصادي ستونزو سره يو ځای د نوې دندې پيدا کیدو په تمه ناستې دي.

د هغې په وينا، په دې سوداګريز مارکېټ کې هغې نجونو ته هم د ښځينه خياطۍ، نجارۍ او سینګار زده کړې او کار کولو زمينه برابره وه چې د طالبانو له بيا ځل واکمنېدو سره له خپلو زده کړو بې برخې شوې وې.

د دې په خبره، ډېری هغه ميرمنې چې اوس بېکاره شوي هره ورځ ورڅخه غواړي ترڅو ورته د کار کولو زمينه برابره کړي.

د کارکوونکو میرمنو ستونزې

همدارنګه هغه ښځينه کارکوونکې چې یاد مارکیټ کې په دندو بوختې وې غوښتنه لري ترڅو د طالبانو حکومت او نړيوال مرستندويه موسېسات دې اوس ورته په ګډه سره په خپلو کورونو کې د کار کولو زمينه برابره کړي.

د خپلې اته کسېزې کورنۍ يوازينۍ سرپرسته فرشته کندهار کې د ښځو د همدې تړل شوي مارکېټ دوکانداره وه خو اوس يې کاروبار په ټپه ولاړ او دوکان يې بند شوی دی.

فرشتې اطلاعات روز ته وویل، ډېر پخوا يې له يوه ستونزمن حالت څخه هڅې پيل کړي او خپل ځان يې تردې ځایه رسولی خو ټولې هڅې يې له خاورو سره خاورې شوې.

د هغې خاوند د تېر جمهوري حکومت پرمهال له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی او له هغه وروسته نموړې د ډوډې پیدا کولو په موخه لاس په کار شوې او خیاطۍ ته یې مخه کړې.

فرشتې وویل: «موږ نشو کولای له کور څخه فعاليت وکړو، زه خپله د اته کسېزې کورنۍ يوازينۍ سرپرسته يم، ټول ماشومان دي هغوی کار نشي کولای دا يوه هفته کېږي بېکاره يم، اخر څه وکړو، دا ځای زموږ د کاروبار مرکز و خو اوس یې راباندې تړلی، هر څه ختم شول.»

د کندهارۍ ميرمنو دغه يوازيني سوداګريز مارکېټ کې اوس چوپتیا او خاموشي ده. انځور: اطلاعات روز

دغه راز د مروا په نوم د دغه مارکېټ يوې بلې کارکوونکې چې مخکې يې د لاسي صنايعو په برخه کې کار کوه وایي، اوس مهال د خپلې کورنۍ سرپرستي په يوازې سر باندې کوي او له واکمن حکومت او مرستندويه موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو مرسته ورسره وکړي.

هغې چې مخکې د خپلو پنځو ماشومانو د ساتنې لپاره له سهاره تر ماښامه د کندهار د ښځو په سوداګريز مارکېټ کې کار کوه زیاتوي، چې اوس له خپل کوره هغه ډول فعالیت نشي کولای او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د مروا په وينا: «زه له حکومت غوښتنه کوم چې دغه ځای ژر تر ژره زموږ او د نورو ښځو پرمخ خلاص کړي، دلته داسې ښځې راتللې چې کونډې او د کور سرپرستي به يې تر غاړې وه، ټولې زما په شان بې تعلیمه او بې کسه وې، که دا ځای خلاص شي موږ به خپل ژوند ته دوام ورکړو اوس موږ څوک ساتي، ټولې مجبوره دي.»

د کندهار ښځینه سوداګریز مارکیټ کې نجونو ته د کار زده کړې او بې سرپرسته میرمنو ته د ډوډۍ پیدا کولو زمینه برابره وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو ښځې او نجونې له کار او زده کړو څخه منع کړې دي. کتونکي وايي، د طالبانو دغه ډول کړنلارې به افغان مېرمنې له زیاتو ننګونو سره مخ کړي.

په همدې حال کې د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پياوړتيا لپاره د ملګرو ملتونو بنسټ يا هم د ملګرو ملتونو ښځو ويلي، چې د طالبانو تر فرمان وروسته د هغو سازمانونو ۸۶ سلنه کار درېدلی او يا ځنډېدلی چې د ښځو تر مشرۍ لاندي يې کار کاوه او يا يې هم تمرکز د ښځو پر وضعيت و.

د دې بنسټ په وينا، هغو ۱۵۱ سازمانونو چې د ښځو تر مشرۍ لاندې او يا يې هم د ښځو په چارو کې فعاليت کاوه، خپل ۸۶ سلنه کار يې يا درولی او يا هم محدود کړی دی.

ويل شوي، چې په هرو درې ارزول شويو سازمانونو کې يو سازمان اړ شوی چې د طالبانو د بنديز له کبله خپل ۷۰ سلنه فعاليتونه ودروي.