طالبانو د تخار په دشت قلعه کې د فوټبال او بزکشۍ پر لوبو بنديز ولګاوه

اطلاعات روز: د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د ارشاد او دعوت آمريت د فوټبال او بزکشۍ پر لوبو بنديز لګولی دی.

د دشت قلعه ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو او ورزشکارانو اطلاعات روز ته وويل، چې دې ادارې د فوټبال او بزکشۍ لوبې «پاروونکې» بللې دي.

د دوی په وينا، په دشت قلعه کې د طالبانو ارشاد او دعوت آمريت ورزشي روزونکو ته ويلي چې تر امر ثاني پورې د بزکشۍ او فوټبال لوبو د کولو اجازه نه لري.

تخار کې د ارشاد او دعوت رياست هم تاييدوي چې دشت قلعه کې یې د فوټبال او بزکشۍ لوبي منع کړې دي.

دا رياست وايي، چې د اندام جوړونې او پهلوانۍ د ورزشي ځايونو مسوولو کسانو ته يې ويلي چې ورزش کوونکي بايد د ورزش پر مهال موسيقي وانه‌وري.

دې ته ورته بنديزونه په ځينو نورو ولايتونو کې هم لګېدلي دي.