خوست کې د څه باندې ۸۰۰۰ وزیرستاني کډوالو سره بشري مرستې وشوې

اطلاعات روز: خوست ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP له لوري د شمالي او جنوبي وزیرستاني کډوالو ۸۰۰۰ او ۲۷ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

په خوست ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو ویلي چې په شوې مرسته کې اوړه، دال، غوړي، مالګه او نورو مواد شامل دي چې د دوی په خبره تر یو وخته به د دغو کډوالو شته اړتیاوې پرې هوارې شي.

د دغه ولایت طالب مسوولینو زیاته کړه، چې د خوړو نړیوال پروګرام ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به هم له اړمنو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې بیا په خوست کې د وزیرستاني کډوالو د ځینو کورنیو غړي په شوې مرسته خوښ دي، خو کافي یې نه بولي او سړې هوا ته په کتو له نورو نړیوالو مرستندویه ادارو هم د لاسنیوي غوښتنه کوي.

دوی وايي، هیواد کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې او ځوانان یې نشي کولی چې د کورنۍ اړتیاوې دې په ورځنۍ مزدورۍ پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو نورو موسېساتو له دې وړاندې هم د سویل ختیځ زون په ګڼو سیمو کې له خلکو سره د خوراکي توکو او نغدي پیسو مرستې کړي، خو اندېښنه دا ده که پر دغو موسېساتو د طالبانو لګېدلي بندیزونه دوام وکړي د ځینو نورو موسېساتو په څېر ښايي د خوړو همدا نړیوال پروګرام به هم خپل فعالیت ودروي.