د کندهار–سپين بولدک پر لویه لار د يوې ترافيکې پېښې پرمهال ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالۍ پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې دوو ښځو او يوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد وایي، ياده ترافيکي پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۱۲ د مرغومي) ۸:۰۰ بجې د سپين بولدک او کندهار ښار پر عمومي لار د «تورو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

زید زياتوي، دغه ترافيکي پېښه د پاسو او لنډي مازدا ډوله موټرو د تېز رفتار له امله رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې دوو ښځو او یو ماشوم ژوند بایللی او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.

افغانستان کې د ترافيکي قوانينو نه مراعات، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو خرابوالی د ترافيکي پېښو يو له ترټولو هغو لويو لاملونو څخه شمېرل کېږي چې پرمهال يې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ژوبل شوي دي.