پکتیا کې مخ پټو کسانو یو کس وژلی او د هغه دوې میرمنې او یوه لور یې ژوبلې کړي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې ناپیژانده کسانو په یو کور د برید پر مهال د کور خاوند وژلی او د هغه دوې مېرمنې او یوه لور یې سختې ټپي کړې دي.

په دغې ولسوالۍ کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۲ د مرغومي) ناوخته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په حواله ځینو مخ پټي کسان د سیدکرم بازار اړوند سیمه کې یو کور ته ور اوښتي، لومړی یې د یاد کور خاوند په بې رحمانه ډول د تبر په وسیله وژلی او ترڅنګ یې د هغه دوې مېرمنې او یوه لور سختې ټپي کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په پېښه کې ټپي مېرمنې او ماشومه د درملنې لپاره مرکز کابل ته استول شوې خو د یوې یې روغتیايي حالت د اندېښمنې وړ ښودل شوی دی.

پکتیا ولایت کې یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې سیدکرم ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي کسانو په دغه پېښه کې درې تورن کسان نیولي دي.

تر اوسه په دې تړاو په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په سویل ختیځ زون کې له دې وړاندې هم په مرموز ډول د ورته وژنو پېښې رامنځته شوې چې خلک یې اندېښمن کړي او له طالبانو یې د دا ډول بګنونکو پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.