لغمان کې په دریو ترافیکي پېښو کې درې تنه مړه او ۲۱ نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په دریو جلا ترافیکي پیښو کې درې تنه مړه شوي او د پنځو ښځو په ګډون ۲۱ تنه نور ټپیان دي.

لغمان کې د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز وايي، چې دغه ترافیکي پیښې له تېرې ورځې (دوشنبه، ۱۲ د مرغومي) راهیسې د یاد ولایت په مرکز د کابل-جلال اباد پر لویه لار او دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

نوموړی وایي، لومړۍ پېښه دولت شاه ولسوالۍ کې د صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یو کس مړ شوی او د پنځو ښځو په ګډون ۱۴ تنه نور ټپیان دي.

هغه همدا راز زیاتوي، چې بله ترافیکي پېښه بیا د کابل-جلال اباد پر لویه لار د «شهرا چینایانو بېس» او «کفترخانو» سیمه کې د کرولا او باروړنکي موټر ترمنځ شوې چې په ترڅ کې یې دوه تنو خپل ژوند بایللی او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د ترافیکو مدیر په خبره، دریمه ترافیکي پېښه د لغمان مرکز اړوند «پهلوان بابا» سیمه کې د ریکشا او سراچې ډوله موټر ترمنځ شوې چې پکې دوه کسان ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ، بې احتیاطي او ترافیکي اصولو نه مراعات کول ښودل شوي دي.