اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژانده وسله والو د ملي امنیت یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومي) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار اته بجې او ۳۰ دقیقې د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اړوند عربانو ګولاي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ښاغلي امرخېل په وینا، ناپيژنده وسله والو د ملي امنیت د دغه کارکوونکی پر موټر ډزې کړي چې پایله کې یې نوموړی وژل شوی دی.
«نن سهار د ښار دریمه ناحیه عربانو ګولای سیمه کې د امنیت یو کارمند وسله وال برید کې وژل شوی، قاتلین په تیښته بریالي شوي.»
د ننګرهار والي وایي، وسله وال له سیمې په تیښته بریالي شوي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي.
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.