انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو د سرپل د مرکز اوسېدونکو ۶۰ جريبه کرنيزه ځمکه پښتنو ته وسپارله

اطلاعات روز: سرپل ولايت کې ځایي سرچينې وايي، چې ناقلينو (پښتنو) ته د دې ولايت د مرکز د اوسېدونکو د اوبيزو او کرنيزو ځمکو ویش دوام لري.

سرچينو نن (سې‌شنبه، ۱۳ د مرغومي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د دې بهير مسووليت د سرپل لپاره د طالبانو له والي عبد الرحمن اکه سره دی او تر اوسه يې د سرپل د مرکز «قلعه سوخته» کلي د اوسېدونکو ۶۰ جريبه کرنيزه ځمکه پښتنو ته ورکړې ده.

د سرچينو په وينا، عبد الرحمن اکه د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په امر دا مسووليت منلی او د خلکو په شتون کې يې هغوی تهديد کړي چې خپلې ځمکې دې پښتنو ته پرېږدي.

سرچينې زياتوي، چې د سرپل لپاره د طالبانو والي خلک د لاس په پرېکولو تهديد کړي او ويلي يې دي: «هر څوک چې د پښتنو حق وخوري لاس به يې پرې شي.»

د سرچينو له وينا سره سم چې عبد الرحمن اکه له خلکو غوښتي چې د ميدان وردګ له پښتنو دې بخښنه وغواړي او ځمکې دې ورته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سرپل په مرکز کې د اتو کلو «آدرنګ»، «بلغلی»، «قلعه سوخته» او «لغمان» کليو اوسېدونکو د «پښتنو» له لوري د ځمکو د غصب په وړاندې لاريون کړی و، خو د طالبانو له خوا وځپل شول.

هغه وخت دې لاريون کوونکو ويلي و چې پلرنۍ ځمکې يې د «ميدان وردګ ولايت د پښتنو له خوا په داسې حال کې غصبېږي چې هيڅ ډول سند هم نه لري.»

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په سرپل ولايت کې د اصلي اوسېدونکو ځمکې پښتنو ته ورکوي. تر دې وړاندې هم د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې په لسګونه جريمه ځمکه کوچيانو د طالبانو په ملاتړ له سيمه‌ييزو خلکو اخيستې وه.