انځور: استول شوی

طالبانو پنجشېر کې يو پخوانی نظامي نيولی

اطلاعات روز: پنجشير کې سرچينې وايي، چې طالبانو د دې ولايت په دره ولسوالۍ کې يو پخوانی نظامي نيولی دی.

يوې سرچينې وويل، چې دغه نظامي خداداد نومیږي او تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د مرغومي) د درې ولسوالۍ په عبدالله خېل دره کې نيول شوی دی.

د سرچينې په وينا، دې کس په تېر حکومت کې د رجال برجسته د امنيت په رياست کې کار کاوه خو د حکومت تر سقوط وروسته يې بست ختم شوی او له وظيفې شړل شوی و.

سرچينې وايي، چې طالبانو خداداد له دې کبله نيولی چې په تېر حکومت کې نظامي و او اوس يې د پنجشير مرکزي زندان ته انتقال کړی دی.

که څه هم طالبانو د افغانستان تر نيولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړې وه او ويلي يې و چې پخواني نظاميان مصئون دي، خو يوازې په پنجشير کې يې په سلګونو پخواني نظاميان په مختلفو پلمو نيولي او ربړولي دي. په ځينو پېښو کې پخواني نظاميان په مرموزه ډ،ل وژل شوي هم دي.