Zuhour Sirat via facebook

د يوه پخواني جنرال «قتل»؛ فايق طالبانو ته: ستاسو عمومي عفوه چيرته ده؟

اطلاعات روز: د پخواني حکومت د وسله وال پوځ د جنرال محمد ابراهیم جهادیار د خپلوانو له ادعا وروسته چې نموړی طالبانو وژلی، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست دې ډلې ته په خطاب کې ويلي چې «ستاسو عمومي عفوه چيرته ده؟»

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه او ويې ويل، چې پخواني نظاميان مصئون دي؛ خو د نظاميانو نيونه، شکنجه او پټې وژنې لا هم دوام لري.

د پخواني حکومت پوځي جنرال محمد ابراهيم جهاديار ته نږدې خلکو منلې چې نوموړی طالبانو تر دوه مياشتني زندان وروسته په کابل کې وژلی دی.

د دې جنرال زوی ظهور سيرت پر خپل فيسبوک ليکلي: «دوی اخر هم خپل کار وکړ. اغاجانه! شهادت دي مبارک شه.»

فايق د دې پخواني نظامي قتل ته په غبرګون کې نن (پنج‌شنبه، ۱۵ د مرغومي) سهار پر ټويټر ليکلي: «ستاسو د عمومي عفوې اعلان چيرته دی؟ ايا يوازې د ښځو په تړاو ستاسو د امير، امر منل واجب دي؟»

طالبانو تر اوسه د جهاديار د وژنې د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.