بغلان کې په «غلا د تورن» کس جسد عام محضر کې وځړول شو

اطلاعات روز: د بغلان ولايت له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو په همکارۍ په غلا د تورن کس مړی په دار ځړولی دی.

د سرچينو په وينا، په غلا تورن کس دشپې د غلا پر مهال د کور د څښتن له لوري په ښکاري ټوپک وژل شوی او ترڅنګ یې يو بل تورن کس نيول شوی دی.

يوې سرچينې وويل، چې وژل شوی کس تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د مرغومي) مخکې له غرمې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مرکزي څلورلارې کې د نندارې په موخه ځړول شوی دی.

بغلان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند شير احمد برهاني هم وايي، چې د دې ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ غلام بای کلي کې دوه غله کور ته د ننوتلو پر مهال د کور د څښتن له خوا په ښکاري وسله په نښه شوي دي.

د ده په وينا، له دې کسانو يو يې وژل شوی او يو بل نيول شوی دی.