د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ د اسد خیل سیمې خلک له پنځه کلونو وروسته د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شول

اطلاعات روز: د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د اسد خیلو سیمې اوسیدونکي وایي، په دغه سیمه کې د بمونو مور له استعماله ۵ کاله وروسته ورته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

دیادې سیمې یو اوسیدونکې الفت خان وایي، له هغې وروسته چې پر دې سیمه د امریکا له لوري د بمونو مور په نوم لوی بم وغورځول شو، ددې سیمې اوسېدونکي له دې ځایه کډه شول او اوبه یې د څښلو نه وې چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره مخ وو.

الفت خان زیاتوي:«د سپین غر اسد خیلو سیمه کې د اوبو ستونزه زیاته وه، ځکه خلکو به له چینو او د اوبو له خوړونو اوبه وړلې چې له امله یې له زیاتو ستونزو سره مخ وو، خو اوس چې د اوبو دا شبکه جوړه شوه د اوبو برخه کې تر ډیره ستونزه حل شوه.»

تازه په دغه سیمه کې سویډن کميټې د یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پرمټ د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او د سیمې څه د پاسه ۵۰۰ کورنۍ به له پاکو اوبو برخمنې شي.

د سپین غر ولسوالۍ اسدخیلو سیمې قومي مشر سیلي خان وایي، په دغه سیمه کې د اوبو دا شبکه داسې مهال فعالېږي، چې له دې وړاندې ۵ کاله د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

په همدې حال کې د سویډن کمیټې استازی غضمت الله ذکي د یادې شبکې د پرانیستې پرمهال وویل، د اوبو دا شبکه د ملګرو ملتونو د UNDPله لوري د ۱۱،۲ میليونه افغانيو په مالي لګښت د سويډڼ کمېټې په تخنيکي همکارۍ جوړه شوه.

نوموړی وایي، په اسدخیلو سیمه کې د بمونو مور له استعمال وروسته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ځایي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې په دې سره یې ستونزه تر ډېره حل شوه.

د سپین غر ولسوالۍ د اسدخېلو سیمه په ۲۰۱۷ کال کې د داعش ډلې تر ټولو ستر مرکز بلل کېده، چې هغه مهال پرې امریکايي ځواکونو د اپرېل په ۱۳ مه د بمونو مور تر ټولو ستر بم وغورځاوه.

د یاد بم له استعمال وروسته د اسدخیلو سیمې خلک په مختلفو ناروغیو اخته شول خو اوس تازه د ننګرهار روغتیایي مسوولینو ویلي چې یاده سیمه پاکه او خلک کولی شي په ډاډه زړه هلته ژوند وکړي.