اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان له خپل پاکستاني سيال بلاول بوټو زرداري سره د ټیليفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو خواشيني ښودلې. بوټو هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده کړو پر دوام ټينګار کړی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې نن (شنبه، ۱۷ د مرغومي) خپره شوې، راغلي چې اميرعبد اللهيان د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه انديښنه څرګنده کړې او يو ځل بيا يې په دې هيواد کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له تروريستي فعاليتونو سره د مبارزې په موخه د ايران او پاکستان ګډې نظامي همکارۍ اړينې بللې دي.
بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر اړتيا ټينګار کړی او همدا راز يې په دې هيواد کې د ټولګډونه حکومت جوړول او له تروريزم سره مبارزه ضروري ګڼلې ده.
طالبانو د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو په وړاندې تړلې دي. دې ډلې ښځې له کار کولو هم منع کړې دي.
د طالبانو دې اقداماتو نړيوال غبرګونونه را پارولي دي.