مارکس پوټزل: افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته داخلیږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) سياسي مرستيال مارکس پوټزل د طالبانو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر ندا محمد نديم سره په ليدنه کې د ښځو پر زده کړو بنديز ته په اشارې سره ويلي چې افغانستان د بحران یوه نوي پړاو ته داخلیږي.

پوناما د پوټزل په حواله ليکلي، چې په مرستندويه سازمانونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او زده کړو بنديز به د افغانستان ټولو وګړو ته زيان ورسوي.

پوټزل له نديم سره د ليدنې پر مهال د دې بنديز د سمدستي ليرې کېدو غوښتنه کړې.

ندا محمد نديم د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزير په حيث تر کار پېلولو يو څه وخت وروسته، په يوه مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونو ته وليکل چې د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې دي. تر دې پرېکړي څو ورځې وروسته د طالبانو اقتصاد وزارت په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار هم بنديز ولګاوه.

د طالبانو دې اقداماتو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول.

د غبرګونونو او غندنو پر خلاف، د طالبانو چارواکو په بېلابېلو غونډو کې د ښځو پر کار او زده کړو له بنديز څخه دفاع کړې ده.

د دې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست په خپلو وروستيو تازه څرګندونو کې ويلي، چې جمهوري نظام د «ښځو د سپکاوي» لار برابره کړې وه، خو طالبان دا کار نه کوي.

ده د ښځو ورزش او تفريح «بې‌عزتي» ګڼلې ده.