اطلاعات روز: د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستاني طالبانو د خوځښت (ټي ټي پي) مشر نور ولي محسود د پاکستان له دولت سره اوربند کولو ته چمتووالی ښودلی.
ډان نن (يکشنبه، ۱۸ د مرغومي) په يوه خبر کې ليکلي، چې محسود په يوه پيغام کې ويلي دي: «موږ له پاکستان سره د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړيتوب خبرې وکړې. پر اوربند د توافق لپاره [د خبرو فرصت] لا هم پرانيستی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تحریک طالبان پاکستان له دیني علماوو څخه د لارښوونې غوښتونکي دي.
نموړي ويلي: «که مو کومه تېروتنه وليده، يا مو هم فکر کاوه چې موږ خپل مسير بدل کړی دی، تاسو چې زموږ د دين ښوونکي او علماء ياست (بايد) د مخکې په څېر مو رهنمايي کړئ. موږ ستاسو د نظرونو اورېدلو ته تيار يو.»
د پاکستاني طالبانو او د دې هيواد د حکومت تر منځ اوربند د نوامبر په مياشت کې پای ته ورسېد او په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د بريدونو يوه څپه شروع شوه.
د پاکستان د څیړنو او امنيتي مطالعاتو مرکز (CRSS) له راپور سره سم، د ۲۰۲۲ کال ډسمبر مياشت وروستۍ لسیزه د پاکستان د پوځ لپاره ډېره مرګونې وه.
له دې سره – سره د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله ويلي، چې دې هيواد پرېکړه کړې چې نور به له پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره خبرې نه کوي.