پوټزل: د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د افغانستان اقتصاد زيانمنوي

اطلاعات روز: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) سياسي مرستيال مارکس پوټزل د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له سرپرست وزير سره ليدلي او د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز د ژر ليرې کېدو غوښتنه يې کړې.

يوناما نن (يکشنبه، ۱۸ د مرغومي) د پوټزل په خواله پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې «د ښځو پر خلاف د طالبانو تبعيضي» وروستي بنديزونه د دې لامل کېږي چې افغانانو ته د ژغورنې د مرستو رسېدو مخنيوی وکړي او د افغانستان اقتصاد زيانمن کړي.

نوموړي پر زده کړو او په خيريه موسېسو کې د افغان ښځو پر کار د بنديز ليرې کېدو غوښتنه کړې.

پوتزل تر دې وړاندې له نورو طالب چارواکو سره هم د ليدنې پر مهال ټينګار کړی و چې د ښځو پر خلاف لګېدلي بنديزونه دې لغو شي.

طالب چارواکو په بېلابېلو غونډو کې د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز دفاع کړې.

د دې ډلې د لوړو زده کړو سرپرست وزير ندامحمد نديم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې جمهوري نظام د «ښځو د سپکاوي» لار برابره کړې وه، خو طالبان دې ته دوام نه ورکوي.

ده د ښځو ورزش او تفريح «بې عزتي» بللې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته