د ارمانونو قاتلان

شمشاد زلمی

انځور: ټولنیزې رسنۍ

د افغانستان په ميليونونو نجونې او ښځې اوس مهال له کار، زده کړو او ټولنيزو ازاديو او حقونو محرومې دي. په دې توګه د افغانستان تقريبا نيم وګړي يو بشپړ تياره راتلونکی لري او ورسره په څنګ کې ټولنه نوره هم د غربت، بې‌کارۍ، جهالت او تشنج خوا ته ځي. تر دې بدتره داده چې نارينه هم دې ته ورته برخليک سره مخ دي، که څه هم هغوی له خپلو ټولو دندو نه دي شړل شوي، خو شخصي او ټولنيزې ازادۍ يې سلب دي، د واکمنې ډلې د سخت دريځو پاليسيو له کبله يې د ژوند خواږه بايللي او که نور هيڅ نه وي د بې‌کارۍ او غربت په اوج کې د ناڅرګند راتلونکي وېرې يې حواس اخيستي دي.

دا ميليونونه وګړي چې غربت، بې‌کارۍ او ديني سخت دريځۍ يې د ژوند خواږه تروړلي د بې شمېره داسې وړتياوو لرونکي دي چې خپل ژوند او شاوخوا چارپېريال بدلولای شي. مګر په يوه داسې ټولنه او هيواد کې زېږېدلي چې له خپلو ډېرو طبيعي انساني حقونو پکې محروم دي او بايد داسې ژوند وکړي لکه څرنګه چې د ملا خوښه وي، لکه څرنګه چې د طالب قومندان خوښه وي او داسې نو هر يو په هره سطحه صلاحيت لري چې خلکو ته ووايي چې څه وکړي، څه ونه کړي.

طالبان ځانته د هر ډول بشري اصولو بر خلاف حق ورکوي چې د هر چا په ژوند کې د هر شي په تړاو مداخله وکړي، د ژوند مسير يې ورته په خپله وټاکي، اهداف يې ورته دوی تعين کړي، د ژوند دايره يې ورته دوی مشخصه کړي، څه وګوري، څه ووايي، څه واغوندي، څه واوري، څه ولولي، څه وکړي او داسې نو هر څه د طالبانو په اند د دوی هم حق دی او هم يې مسووليت دی. دوی بايد په دې چاره کې عام او تام صلاحيت ولري، تر څو د خلکو د مفسد کېدلو مخنيوی وشي او ټولنه له فساده خوندي شي. په دې توګه د دوی له عمل او فکر سره سم، خلک په خپله نشي کولای چې ځانونه اصلاح کړي، نه د هغوی پر اراده، نه د هغوی پر عقيده، نه يې پر عمل او نه يې پر ايمان باور کېدلای شي. خو پوښتنه داده چې د نورو تر اصلاح مخته د خلکو د اصلاح او احتساب غوښتونکی محتسب په خپله له کومې ايماني، عقيدوي او اصلاحي پروسې تېر شوی چې ضمانت يې وشي چې دا محتسب صيب د نيکيو په ټولو معيارونو پوره دی او په راتلونکي کې هم د ده پر ايمان او عقيده دومره باور شته چې له خپل صلاحيت، شتمنۍ، واک او ايماني ځواک څخه به ناسمه استفاده نه کوي؟

د طالبانو د ديني اصلاح او احتساب په اړه په لسګونو او سلګونو منطقي پوښتنې کېدلای شي. تر ټولو اساسي پوښتنه داده چې د خدای او بنده تر منځ په اړيکه کې بايد ولې يو څوک د مداخلې حق ولري؟ له ديني باور سره سم هر څوک خدای ته د خپلو کړو اعمالو په اړه ځواب وايي، پر دې اساس هيڅوک هم د بل په اړه ځواب ويونکی نه دی او له همدې امله له هر هغه صلاحيت څخه هم محرومېږي چې ده/دې ته د نورو په ژوند کې د مداخلې کولو حق ورکوي. خو طالباني باور دا نه دی، د هغوی په اند دوی د خدای غوره کړل شوی ځواک دی او څه چې دوی د خدای اوامر ګڼلي، حق لري چې هغه په زور په خلکو ومني او يا يې هم په عملي کړي. که څه هم د دې لپاره اړتيا وي چې زور وکارول شي، په مالي توګه خلک وګواښل شي او تهديد کړل شي، يا هم ترې ټول هغه حقونه سلب شي چې خلک يې د انسان په توګه لري. په دې توګه دوی ته د انساني ژوند پرمختګ، له غربته خلاصون، له جهالته ژغورنه او نورې نېکمرغۍ هيڅ معنا او مفهوم نه لري، خو دا ورته مهمه ده چې خلکو د دوی فکر منلی يا هم عملي کړی دی، که څه هم دا يې د دوی له وېرې څخه کړی وي، ځکه طالبان د منطق پر ځای د زور پر کارولو ډېر باور لري.

خلک څه غواړي، څه اهداف لري، څه ارمانونه لري، څرنګه ژوند کول غواړي او نورې ګڼې شخصي او فردي ازادۍ د طالبانو په واکمنۍ کې ځکه بې معنا دي چې د دوی په اند دا ټولې ازادۍ ټولنه فاسدوي. که څه هم په هغه ټولنه کې خلک وږي وي ډوډۍ نه لري، کومه خبره نه ده ځکه د دوی په اند د رزق وعده خو خدای کړې، دوی نه ده کړې، نو د بنده خدای پوه شه او د هغه رزق. که يو څوک په دې ټولنه کې بې تعليمه پاتې کېږي، يا هم د صحي خدماتو د نشتون له کبله يو ماشوم له خپلې موره محرومېږي، يوه مېرمن خپل مېړه بايلي، يا هم يوه مور خپل ماشومان بايلي، دا هم د دوی په اند د دوی مسووليت نه دی ځکه د مرګ وعده ټاکل شوې او هر وخت چې خدای وغواړي يو څوک مړ کوي. له همدې کبله ټولنې ته د دې اسانتياوو په برابرولو کې د هيڅ ډول مسووليت احساس نه لري، که په زرګونو کسان د څښاک اوبه ونه لري، که په زرګونو کسان بېکاره وي، که په لکونو کسان د يخ له وجې کړېږي، هيڅ خبره نه ده، خو مسله هغه وخت جوړېږي چې په يوه دوکان کې د يوې ښځې مخ لوڅ وي او سودا کوي، يا هغه وخت ډېره لويه ټکه را لوېږي چې يوه ښځه په لوڅ مخ په يوه دفتر کې کار کوي او خپلو ماشومانو ته رزق ګټي. دا وخت طالبان د مسووليت احساس کوي او د همدې احساس له امله په زرګونو او په لکونو خلک له رزقه محرومولای شي، په لکونو خلکو څخه روغتيايي خدمات اخيستلای شي، بل هر اقدام کولای شي چې خلک وکړوي خو د خپل فکر پر خلاف د يوې ښځې لوڅ مخ، په ټولنه کې د يوې ښځې غږ او ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو تګ نشي ليدلای.  

ولې؟

د دې پوښتنې ځواب هيڅ پېچلی نه دی، ډېر ساده دی. د طالبانو ټوله سياسي فلسفه او کړنلاره داده چې د خپل تعبير شريعت تطبيق کړي. په دې شريعت کې د وږيو د ډوډۍ موندلو خبره او طرحه نشته، نه هم په دې شريعت کې د بې‌کارو لپاره د کار موندنې پاليسۍ تر بحث لاندې ده او نه هم د دوی په اند دوی شل کاله د دې لپاره جګړه کړې چې تمدن راولي او ټولنه پرمختللې کړي. دوی په خپل عمل او خپل فکر د ژوند د هرې ورځې اړتيا او هر ورځنی حقيقت ردوي، دوی د يوې داسې ټولنې د جوړولو په تکل دي چې هلته د ښځې په نشتون کې نارينه ګناه ونه کړای شي او د نارينه و په نه حضور کې ښځې له ګناه ليرې وي. طالباني فکر چې هر څومره ښکته او پورته وتلی د ښځې پر خلاف له انتهايي نفرت او بشري ارزښتونو سره له جدي مخالفت پرته پکې بل څه موندل ډېر ستونزمن دي.

طالب په خپل وجود سره د طالب په شمول د افغانستان د ټولو وګړو د ارمانونو وژونکی دی. طالب له پوهې او ښځې سره د نفرت په انتها کې افغانستان د خپلو زرګونو پېغلو له بې شمېره او بېسارو وړتياوو څخه بې‌برخې کوي او د هرې يوې په ذهن کې د پرمختګ تصور او په زړه کې يې د سيالۍ ولولې وژني. د افغانستان ښځې چې کله له کوره وزي، په اړه يې د طالب توقع داده چې فحشا کوي او د همدې کرکجن او فاحش خيال له امله همدا اوس د افغانستان په زرګونو کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو وژل شويو ارمانونو ته ژاړي او همدا اوس په زرګونو ماشومان د کور له سرپرستو ښځو ډوډۍ غواړي، خو د طالبي غيرت په شتون کې د ښځو د کار او زده کړو دواړه ارمانونه قتل دي.

پر هيواد يوازې د يو څو ارمانونو د قتل کيسه نه ده حاکمه، بلکې هيواد د يوې داسې ټوليزې بربادۍ پر لور روان دی چې د طالبانو د «شريعت» پلي کولو ارمانونه هم خاوري کوي. يوازې د يوې طبقې، يا يوې ډلې د ارمانونو جنازه نه کېږي، بلکې اصلا طالب د خپل عقيدوي ارمان د جنازې نيت هم تړلی. خو متأسفانه چې په دې بهير کې د هيواد وګړي د خپل ژوند له ډېرو ساده اړتياوو بې برخې دي او هيواد د بې قانونۍ په طالبي قانون کې د ټولو د ارمانونو ګور دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته