ننګرهار کې ۲۲ طالبان د سولې بهیر سره یوځای او اته داعشیان تسلیم شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د سولې له بهیر سره  ۲۲ وسله وال طالبان یو ځای او د داعش ۸ غړي حکومت ته تسلیم ۸ شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل نن (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملي امنیت په هلو ځلو ۲۲ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای او له جګړې لاس په سر شول.

ښاغلی امرخیل وایي، په ورته وخت کې د داعشیانو ۸ غړي ملي امنیت ته تسلیم شوي دي.

د والي په خبره چې یادو وسله والو له دې وړاندې د دې ولايت په هسکې مېنې، خوږياڼو، شينوارو او بټي کوټ ولسواليو کې فعالیتونه کول.

امرخیل زیاتوي: «نن د وسله والو طالبانو ۲۲ غړي د سولې له بهیر سره یو ځای شول، جګړه یې بس کړه او ۸ د داعش ډلې غړي بیا حکومت ته تسلیم شوي دوی په مختلفو ولسوالیو کې فعالیتونه کول.»  

تراوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه