اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، دجلال اباد ښار سراج العمارت تاريخي ودانۍ کې د ختيځ په کچه موزيم جوړوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نورمحمد حنیف وایي، یاد موزیم به د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په کچه وي چې د هيواد د بېلابېلو تاريخي دورو اثار به پکې نندارې ته کېښودل شي.
بلخوا د افغانستان د ملي موزیم او لرغون پوهنې برخې یو مسوول سلطان مسعود مرادي له فرهنګي اړخه د یاد موزیم جوړیدل مهم بولي.
نوموړی ننګرهار د هیواد یو له هغه ولایتونو بولي چې له تاریخي ابدو ترڅنګ پکې په زیات شمیر تاریخي اثار شتون لري.
مرادي زیاته کړه:«په دغه موزیم کې به پخواني اثار نندارې ته ایښودل کیږي او دا د هیواد ملي ګټو ته ګټه رسوي ځکه خلکو ته به معلومات اضافه کیږي او هم به بهرني او داخلي سیلانیان د دې موزیم څخه لیدنه کوي او ددولت خزانې ته به عواید هم اضافه کیږي.»
فرهنګي فعالان په سراج العمارت ودانۍ کې د موزیم جوړیدل له فرهنګي اړخه مهمه لاسته راوړنه بولي.
فرهنګي فعال عزیزالله وایي، د یاد موزیم په جوړیدو سره به تاریخي اثار خوندي او دغه سیمه به په یوه سیاحتي مرکز بدله شي.
ننګرهار کې د تاریخي ابداتو او اثارو د ساتنې دا هڅې په داسې مهال کېږي، چې د خلکو په باور ډېری تاریخي ځایونه او اثار د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د سراج العمارت ودانۍ د پخواني پاچا امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه، د پخوانیو شاهانو ژمنی استوګنځای هم بلل کیده.