اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د مسلمانانو لپاره د هغو امرونو منل واجب دي چې له شريعت سره برابر وي. د ده په وينا، کوم امر چې د شريعت خلاف وي، د هغه اطاعت واجب نه دی.
ستانکزي دا څرګندونې په يوه غونډه کې کړې دي. د ده د خبرو ويډيوګانې نن (سېشنبه، ۲۰ د مرغومي) پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې دي. د دې ويډيو وخت او ځای څرګند نه دی.
دی وايي، چې پخوا به حکومتونو خپل مخالفين په پوځ سره ځپل او پوځ به پوهېده چې امر د شريعت خلاف دی خو مخالفت به يې نه کاوه.
ستانکزی د اسلام د پيغمبر د ځينو صحابه وو د عمل په استدلال چې د خپل قومندان له امره يې سرغړونه کړې وه، وايي: «له دې معلومېږي چې هغه اوامر واجبېږي چې له شريعت سره سم وي. که د شريعت خلاف وي، وجوب يې نقض کېږي.»
ستانکزی په خپلو خبرو کې د شريعت خلاف اوامرو په اړه څه نه وايي.
نوموړي تر دې وړاندې په ځينو ويناوو کې د طالبانو له لوري د نجونو د مکتبونو له تړلو سره مخالفت کړی و.
ستانکزي ويلي و چې «تعليم پر نر او ښځې مطلق فرض دی او د نجونو د مکتبونو تړلو لپاره هيڅ شرعي دليل نشته.»
د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير خالد حنفي د ستانکزي د خبرو په غبرګون کې ويلي و چې عصري زده کړې مباح دي.
حنفي ويلي و چې کله د «مباح او د امير د امر تر منځ ټکر راشي، د امير حکم واجب دی.» له امير څخه يې مطلب د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده و.
يو شمېر کارپوهان او ديني عالمان د ښځو پر کار او زده کړو بنديز د ديني ارزښتونو خلاف ګڼي؛ خو طالبان ټينګار کوي چې دوی شريعت پلی کوي.