ملي امنیت

ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی ژوندی نیولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایتي چارواکي وایي، ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر ژوند نیولی دی.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو پرون ماښام (دوشنبه، ۲۲ مرغومې) ناوخته د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې عملیات ترسره کړل چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو له لوري خانمرګي برید ته چمتو شوی بریدګر ژوندی ونیوه.

امرخیل وایې، نیول شوی بریدګر محمد «حضرت» نومیږي چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی و.

والي زیاتوي: «نن ماښام ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر چې وسله والو طالبانو برید ته هڅولی ژوندی نیولی.»

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.