انځور: ټولنیزې رسنۍ

داعش ډلې کابل کې د پروني ځانمرګي بريد مسووليت ومانه

اطلاعات روز: د عراق، شام اسلامي دولت (داعش) ډلې کابل کې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د پروني خونړي ځانمرګي بريد مسووليت منلی دی.

د رويټرز د راپور له مخې، له داعش سره تړلې «أعماق» خبري اژانس پر خپل ټيليګرام چينل ليکلي چې په دې ځانمرګي بريد کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماټانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.

تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۲ د مرغومي) مازيګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته نږدې چې د طالبانو په اختيار کې دی، چاودنه وشوه.

په لومړي سر کې ځينو سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ومنله چې په دې پېښه کې تر ۲۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت برید کې د پنځو کارمندانو وژل کېدل تاييد کړي او ويلي يې دي چې یو شمیر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز کابل کې ايمرجنسي روغتون هم په خپله اعلاميه کې ويلي چې د چاودنې له ځايه ورته تر ۴۰ زيات ژوبل کسان ور وړل شوي او درملنه يې کېږي. دې روغتون زیاته کړې چې د دې پېښي تلفات د زیاتیدو په حال کې دي.

په دې وروستيو کې کابل کې پر طالبانو د داعش له لوري بريدونه زيات شوي. تېره اونۍ د کابل هوايي ډګر په دروازه کې يوه چاودنه وشوه، وروسته داعش ادعا وکړه چې په دې برید کې د طالبانو شاوخوا ۵۰ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.