اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند سیمه کې په یوې ترافیکي پیښه کې یو کس مړ شوی او بل ژوبل دی.
د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند سلامت خان وایي، چې دغه ترافیکي پیښه تېره شپه (چهارشنبه،۲۱ د مرغومې) د لغمان ولایت اړوند خیروخیلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، چې یاده پیښه کې یو سراچه ډوله موټر د سړک په غاړه دوه کسان وهلي چې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ژوبل شوی دی.
هغه وایي، موټر چلوونکی د طالبانو امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې دی.
له تیرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په بیلابیلو لویو لارو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د واورو او بارانونو ورښت او د موټر چلوونکو ګړندی تګ بلل شوی دی.