پکتیکا کې د صحرايي مرغانو د تغذیې په موخه دښتو کې د غنمو شیندل پېل شول

اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ولایتي ادارې مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې یې د صحرايي مرغانو او نورو الوتونکو د تغذیې لپاره په دښتو او مناسبو ځایونو کې د غنمو شیندل پېل کړي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ثناءالله معصوم په خبره چې د ولایتي ادارې د رهبرۍ له لوري د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ته دنده سپارل شوې تر څو په اړونده سیمو کې په ټاکل شوې اندازه د غنمو خوراکه صحرايي الوتونکو ته وشیندي.

نموړي زیاته کړې، چې ولايتي ادارې دا اقدام د هغو صحرايي مرغانو او الوتونکو د فرار مخنیوي په موخه کړی چې د زیاتو واورو د اورښت له امله په دښتو کې د خوراک له کمښت سره مخ دي او فرار ته مجبوره شوي دي.

په همدې حال کې بیا د دغه ولایت د طالبانو حوادثو رییس مطیع الله منصور وايي، چې دوی د ټولو ولسوالیو لپاره له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلو غنمو ورکړې پلان چمتو کړی چې په منظم ډول به له ورکړې وروسته په اړونده ټاکل شویو سیمو کې مرغانو ته وشیندل شي.

بلخوا بیا په پکتیکا ولایت کې ځايي خلک له دې اقدام هرکلی کوي او زیاتوي که صحرايي مرغانو ته دانه او نور خوراک ور نه کړل شي ښايي زیاته برخه یې ګاونډي پاکستان ته وکوچیږي.

پکتیکا د سویل ختیځ زون له هغو ولایتونو دی چې زیاتره اوسېدونکي یې د ژمي موسم پر مهال په غرونو او دښتو کې ښکار کوي او دایې د یاد موسم مصروفیت ګڼل کیږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه