طالبانو بغلان کې د «مقاومت جبهې» يو غړی او يو ملکي وګړی وويشتل

اطلاعات روز: د بغلان ولايت له خوست ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» يو قومندان له يوه بل ملکي وګړي سره يو ځای نيولي او په ډزو یې ويشتلي دي.

سرچينه د «مقاومت جبهې» د دې قومندان نوم پهلوان ياسين يادوي او وايي، چې نوموړی د تګاب ولسوالۍ په پجک کلي کې د جبهې له دوو نورو غړو سره په يوه کور کې پټ و.

د سرچينې په وينا، طالبانو تېره شپه (چهارشنبه، ۲۱ د مرغومي) شاوخوا اته بجې پر دې کور بريد کړی، چې پایله کې یې د «مقاومت جبهې» درې غړي د کور له خاوند سره يو ځای نيولي او د خوست ولسوالۍ مرکز ته يې انتقال کړي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې پهلوان ياسين د کور له مالک فريد سره يو ځای له محکمې پرته په عام محضر کې ويشتلي دي.

سرچينه وايي، چې د «مقاومت جبهې» دوه غړي اوس مهال د طالبانو په زندان کې دي.

د احمد مسعود په مشرۍ د «مقاومت جبهې» او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.