اوچا: افغانستان کې به د اونۍ تر پایه د یخنۍ درجه منفي ۳۵ ته ورسېږي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي چې افغانستان کې به د یخنۍ درجه د اونۍ تر پايه منفي ۳۵ ته ټیټه شي.

دې بنسټ ويلي، چې ملګري ملتونه او د دې بنسټ شريکان هڅه کوي چې ژمنۍ اړتياوې لکه ګرموونکي مواد، د سون توکو لپاره نغدې پيسې او ګرمې جامې برابرې کړي؛ خو د مرستو وېش د ښځو پر کار د بنديز له کبله سخت اغېزمن شوی دی.

طالبانو په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی دی. تر دې پرېکړې وروسته ځينو بنسټونو خپل فعاليت درولی او يا يې هم محدود کړی دی.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان نيم نفوس له سختې لوږې سره مخ دی او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. همدارنګه په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ کافي ګرموونکو موادو ته لاسرسی نه لري.

په دې وروستيو ورځو کې د کابل په ګډون د افغانستان ډیری ولايتونه له سړې هوا سره مخ دي او دا وضعيت به د وږو کسانو لپاره کار کول نور هم ستونزمن کړي.


دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه