کاپيسا کې د کوژدې پر مراسمو د طالبانو چپاو؛ زوم له درې نورو کسانو سره يو ځای نيول شوي

اطلاعات روز: د کاپيسا ولايت له حصه اول کوهستان ولسوالۍ څخه باوري سرچينې وايي، چې طالبانو د کوژدې پر مراسمو چپاو ور وړی او دا مراسم يې په تاوتریخوالي سره ګډ-وډ کړي دي.

دا مراسم تېره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) غرمه د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په «لطيف خېل» کلي کې جوړ شوي و.

يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې طالبانو پر دې مراسمو تر چپاو ور وړلو وروسته زوم، مشر ورور او پلار يې او همدا راز د ناوې پلار یې نيولي دي.

د سرچينې په وينا، طالبانو د زوم ورور وهلی ډبولی او د خوراک له ديګ سره يو ځای د ولسوالۍ مرکز ته وړی دی.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو تر پرون ماښام پورې يوازې د زوم پلار خوشې کړی دی.

دې سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د زوم او ناوې کورنۍ ۳۰۰ زره افغانۍ جريمه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو لس ورځې وړاندې ۱۷ د مرغومي/جدې ځینې مراسم لکه د کوژدې، دسمال، عيدي، براتي، څلوېښتي، د زوکړي کليزه، د ډېر مصرف ودونه او د نکريزو شپه بند کړي وو.

د حصه اول کوهستان لپاره د طالبانو ولسوال اعلان کړی و چې که هر څوک له دې امره سرغړونه وکړي ۱۵۰ زره افغانۍ به جريمه کېږي.