اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ويلي، چې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده د قاتلينو پيژندنې لپاره جدي پلټنو ته اړتيا ده.
د طالبانو پوليس وايي، چې مرسل نبيزاده د کابل ښار په دولسمه ناحيه کې د شنبې په شپه په خپل کور کې له يوه ساتونکي سره يو ځای ووژل شوه.
طالبانو د ولسي جرګې د دې پخوانۍ غړې د قتل عاملين نامعلوم وسله وال ياد کړي دي.
د امريکا ځانګړي استازي تېره شپه (دوشنبه، ۲۶ د مرغومي) په يوه ټويټ کې ليکلي چې «يوه جدي پلټنه به له موږ مرسته وکړي چې پوه شو نبيزاده چا وژلې ده.»
وېسټ نبيزاده د افغانستان د وګړو مدافعه او د هغوی لپاره بېلګه ګڼلې ده.
د ولسي جرګې د دې پخوانۍ غړې وژنې پراخ غبرګونونه را وپارولي دي.
مرسل نبيزاده د افغانستان د ولسي جرګې په ۱۷مه دوره کې د کابل د خلکو استازې وه. نموړې د دولت تر سقوط وروسته کابل کې پاتې شوې وه.