پکتیا کې د طالبانو په زندان کې د تېر حکومت یو نظامي په مرموز ډول مړ شوی دی

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز ګردیز کې د طالبانو په زندان کې د تېر نظام د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری په مرموز ډول مړ شوی دی.

ځينې سرچينې وايي، چې دغه پخوانى سرتېرى د طالبانو د غړو تر شکنجې لاندې مړ شوى او پر بدن يې د شکنجې نښې ليدل کېږي؛ خو په ورته وخت کې نورو سرچینو د نوموړي د وژنې لامل ځان وژنه بللې ده.

دغه سرتیری «مدو سوف خان» نومیده او د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د «امرخیلو» سیمې اوسېدونکی و.

د سرچینې په حواله «مدو سوف خان» طالبانو له خپل کور څخه بیولی و او له تېرو څو ورځو راهیسې یې د دوی په محبس کې د بند شپې او ورځې تېرولې.

د سرچینې په وینا، طالبانو قومي مشرانو ته ویلي چې «مدو سوف خان» تېره ورځ (سې‌شنبه، ۲۷ د مرغومي) د دوی په زندان کې ځان وژنه کړې ده.

ورته مهال بیا یوه بله سرچینه وایي، چې دغه سرتیری طالبانو شکنجه کړی او وژلی دی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې لېدل کیږي چې دغه سرتیری شکنجه شوی او خپلوان یې په دې اړه د پلټنو غوښتنه کوي.

د دې پېښې په اړه په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم ډېر پخواني نظامیان نيول شوي او ځينې يې شکنجه شوي او حتی د طالبانو په زندانونو کې مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او ویلي یې دي چې پخواني سرتیري خوندي دي.