ارزګان کې لسګونه کسانو د کار غوښتلو په موخه لاريون وکړ

اطلاعات روز: د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې لسګونه کسانو د یوه لاريون پرمهال د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د کار زمينه برابره کړي.

دغه کارګران چې نن (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) ترینکوټ ښار کې راټول شوي وو وايي، له يوې خوا د توکو نرخونه لوړ شوي او بلې خوا هیڅ کار روزګار نشته چې دوی یې وکړي.

د اسماعيل په نوم یوه لاریون کوونکي په قهرجنه لهجه وویل، چې له څو مياشتو راهیسې هره ورځ ښار ته د کار په لټه راوځي خو په خبره يې هېڅ ورځ یې کار ندی موندلی.

نوموړي پر طالب مسولينو غږ وکړ چې د دوی لپاره دې د کار زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه: «زما غوښتنه د حکومت څخه دا ده چې موږ ته يو کار راپیداکړي که غلا وکړم لاس راڅخه پرې کوي زه پر کومه ولاړ شم زموږ دغه ستونزو ته دې پام وشي.»

د محمد رحیم په نوم یو بل لاریونوال بیا د لوړو نرخونو او بې روزګارۍ څخه شکایت کوي وایي، روان ژمی نه د خوړلو لپاره څه لري او نه هم د سون توکو اخیستلو وس او توان لري.

نموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بیا رغونې کارونه دې پېل کړي ترڅو د ده په ګډون ټول بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

هغه وویل: «نه ۵۰۰ شته او نه هم ۱۰۰ شته نن مې شلمه ورځ ده ولاکه مې روزانه پیداکړي وي، ټول وطن بې روزګاره شوی زموږ  ګناه څه ده ولاکه يو من د خوراک اوړه په کور کې لرم.»

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسوولين د بې روزګارۍ ستونزه مني خو وایي، دوی هڅه کوي چې د بېلابېلو پروژ پلي کېدو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د دي ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي علي جان احمد وايي، چې په راتلونکو ورځو کې به د بې روزګارۍ د له منځه وړلو په موخه دغلته د کانونو د استخراج کارونه پېل شي او ترڅنګ به يې دوی هڅه وکړي چې د بیا رغونې کارونه هم پېل کړي.

خلک روان سوړ ژمی داسې مهال تجربه کوي چې د طالبانو واکمنېدو وروسته ډیری کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د بې روزګارۍ له امله د خپلو اولادونو او کور توکو پلورلو ته اړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه