ارزګان کې يو کس خپله ميرمن وژلې

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت شهید اساس ولسوالۍ کې یوه کس خپله میرمن په ډزو وژلې ده. دغه سړي څلور میاشتې وړاندې یادې مېرمنې سره واده کړی و.

شهید اساس ولسوالۍ کې يوه ځایي سرچينه چې نه غواړي نوم يې یاد شي اطلاعات روز ته وويل، چې دغه کس خپله میرمن تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) مازديګر ۳:۰۰ بجې وژلې ده.

سرچینه د یادې میرمنې د وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی یاد کړی دی.

په ورته وخت کې ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم دغه پيښه تاييدوي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د والي وياند احسان الله حماس وايي، چې قاتل له سيمې تښتيدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.