د ادارو له کارکوونکو څخه د عقيدوي ازموينې اخيستل؛ «له سنتو سره د سيرت او صورت برابر» ته ۱۰ امتیازي نمرې

اطلاعات روز: طالبان په دولتي ادارو کې له کارمندانو عقيدوي ازموينه اخلي او په دې ازموينه کې هغو کسانو ته لس امتيازي نومرې ورکوي چې سيرت او صورت يې له «سنتو» سره برابر وي.

د طالبانو د لويي څارنوالۍ له کارمندانو څخه چې اطلاعات روز کومه ازمون پاڼه تر لاسه کړې، په هغې کې لومړۍ پوښتنه د کلمې طيبې په اړه شوې ده.

نورې پوښتنې هم د اوداسه، غسل او تيمم د فرایضو په اړه دي.

د طالبانو په باور، د ږيرې پرېښودل او د لنګوټې تړل د پيغمبر سنت دي او د ادارو کارمندان يې په رعايتولو مکلف دي.

طالبان په ټولو دولتي ادارو کې هغو کسانو ته د «شرعي مسايلو» تدريس کوي چې په تېر حکومت کې استخدام شوي دي.