اطلاعات روز: له کله نه چې ارزګان کې د پولیو واکسین تطبیق جومات په جومات شوی دغه ولایت کې ۲۰ سلنه ماشومان د ګوزن واکسین څخه بې برخې شوي دي.
د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس وايي، دې ولایت کې نن (یکشنبه، ۲ د سلواغې) زرګونه ماشومانو ته سایټ پر سایټ د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو. په پام کې ده چې یاده دوره کې د ارزګان ۲۴۵ زره ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شي.
نموړی زیاتوي: «دا مهال ارزګان ولايت کې سايټ پر سايټ واکسین تطبیقیږي چې ۲۰ سلنه ماشومان د واکسين څخه پاتې کيږي او ۸۰ سلنه ماشومانو ته واکسين رسيږي چې دا غټ ارقام دي ځکه په تېر جمهوريت کې ۳۰ سلنه ماشومان د واکسين څخه بې برخې کيدل.»
هغه پاتې ماشومانو ته د واکسین رسولو په برخه کې نور څه ونه ویل.
ورته مهال عام خلک د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې کور پر کور دې پر ماشومانو د پوليو واکسين تطبیق ته اجازه ورکړي.
د دې ولايت يو اوسيدونکی اخترجان وایي، چې د کور په کور واکسين د نشتون له امله په زرګونه ماشومان په کليوالو سيمو کې له واکسین څخه بې برخې کيږي.
دغه راز ارزګان کې د واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو یو لامل د ښځینه رضاکانو نشتون یاد شوی دی.
د معلوماتو له مخې دامهال په ټول ولايت کې د UNID واکسين په برخه کې هيڅ ډول ښځينه رضاکاره شتون نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د سویل لوېدځې حوزې لپاره د یونیسف عمومي مسوول فرانسېس ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې هیله ښودلې چې طالبانو سره یې د کور په کور واکسین د تطبیق او رضاکاره میرمنو د ګمارنې په اړه خبرې کړي او تمه ده چې ژر تر ژره یاده ستونزه حل شي.
یاده دې وي چې تېر جمهوري نظام پرمهال طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوله ترڅو ټول ماشومان له دغې نا علاجه ناروغۍ څخه وژغورل شي.
