اطلاعات روز: د اروپايي اتحادیې د بهرنيو چارو وزيران نن (دوشنبه، ۳ د سلواغې) په یوې غونډه کې د نورو هيوادونو د مسايلو او وضعيت په اړه بحث کوي.
دا غونډه د اروپايي اتحادیې د بهرني سياست د مسوول جوزپ بورل په مشرۍ کېږي.
د بورل وياندې نبيلا ميزرالی ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران به د ايران، افغانستان، وينزويلا، ايتوپيا او منټيګرو په اړه خبرې وکړي.
تمه کېږي چې د اروپايي اتحاديې په دې غونډه کې به د ښځو پر کار او زده کړو د بنديز په ترڅنګ پر ښځو د طالبانو د بنديزونو موضوع هم شامله وي.
طالبانو تر واک ترلاسه کولو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل. وروسته يې د ښځو پر لوړو زده کړو او په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګاوه.
د طالبانو دې اقداماتو نړيوال غبرګونونه هم د ځان سره درلودل.