له زده کړو د افغان نجونو محروميت؛ ډېکر: د زده کړو نړيوالې ورځې لمانځل ستونزمن دي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافيرې کرن ډېکر د زده کړې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې د دې ورځې لمانځل ستونزمن دي ځکه اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې دي.

نموړې په يوه ټويټ کې ليکلي، چې زده کړې په حقيقت کې د افغانستان پر راتلونکي پانګونه ده او نجونې او هلکان بايد لاسرسی ورته ولري.

نن (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې/ ۲۴ جنوري) د زده کړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو بې برخې نجونو ته ځانګړې کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د دې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې اوس د هغو ټولو تبعيضي قوانينو او تګلارو د پای ته رسولو وخت دی چې زده کړو ته د لاسرسي مخه نيسي. ده ويلي: «زه په ځانګړې توګه په افغانستان کې له حاکمو چارواکو غواړم چې د نجونو پر منځنيو او لوړو زده کړو ظالمانه او ناکام بنديز دې ختم کړي.»