لوګر

لوګر کې د وسله والو طالبانو د ماينونو لويه فابريکه کشف شوه

اطلاعات روز: امنيتي مسولین وايي چې په لوګر ولايت کې يې د وسله والو طالبانو د ماينونو جوړولو يوه لويه فابريکه کشف او خنثی کړي ده.

په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند جګړن ايمل مومند وايي چې د چاوديدونکو توکو دا زېرمه د لوګر ولايت د مرکز اړوند په سپيڅ سيمه کې په هدفمندو عملياتو کې له منځه وړل شوې ده.

مومند اطلاعات روز ته وويل چې په دې زېرمه کې له ۲۰۰ زياتې شرټ کېدونکې توغندويي ګولۍ، د ډي سي توپ ميل او زياته اندازه بوشکه يي ماينونه کشف شوي دي.

نوموړي زياته کړه:«ترهګرو غوښتل له يادو انفجاريه موادو د پلونو، پلچونو او عامه تاسيساتو د تخريب لپاره کار واخلي، خو خوشبختانه چې کشف او له منځه يوړل شول.»

د لوګر ولايت د امنيه قومنداني وياند شاه پور احمدزی هم د خبر په تاييدولو سره وايي چې له دې سيمې څخه وسله والو طالبانو په تېر کې د تخريبي فعاليتونو لپاره زيات مواد تر لاسه کول.

احمدزي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بره کي برک ولسوالي کې د عملياتو په ترڅ کې ۷۰۰ کيلو ګرامه پوټاشيم کلورايد، چې په خبره یې وسله وال طالبان ترې د لوبو چاودنو او موټر بمونو جوړلو کې استفاده کوي، کشف او له منځه وړل شوي دي.

نوموړي وویل:«د دې زیات شمېر وسلو او مهماتو په نيول کېدو امنيتي ځواکونو يو ځل بيا په خپله مېړانه وکولی شول چې د ترهګرو لخوا د انسان وژنې شوم پلانونه خنثی کړي.»

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې چې په وروستيو څو اونيو کې څو ځله د کابل پر ځينو سيمو ورته شارټي ګولۍ ورول شوې دي.