د زده کړو نړيواله ورځ؛ «د افغان نجونو ارمانونه د نورې نړۍ د نجونو له ارمانونو سره هيڅ توپیر نه لري»

اطلاعات روز: د جنوري ۲۴مه چې د زده کړو نړيوالې ورځې سره برابره ده، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) زده کړې د بشر حق ګڼلی او ويلي يې دي چې له دې حق څخه په هیڅ صورت انکار نشي کېدلای.

دې بنسټ نن په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د افغانستان نجونې او ښځې د دې فرصت حق لري چې له خپله ظرفيته بشپړه ګټه واخلي او د خپل هيواد په پرمختګ کې مرسته وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټينګار کړی چې ټولې نجونې بايد تر شپږم ټولګي پورته زده کړو ته لاسرسی ولري، تر څو خپل ارمانونه پوره کړي: «زده کړه له فقره د خلکو په ژغورنه او نېکمرغۍ ته په رسېدلو کې مرسته کوي.»

له بله اړخه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ د اسيا او اوقيانوس د څانګې رييسې اندريکا راتوات هم ويلي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو ارمانونه د نوري نړۍ د ښځو او نجونو له ارمانونو سره هيڅ توپير نه لري.

اغلې راتوات په يوه ټويټ کې ليکلي: «دوی حق لري چې له خپلې شته وړتيا ګټه واخلي او د افغانستان له راتلونکې نېکمرغۍ سره مرسته وکړي.»

دغه راز د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونيو ګوتريش د زده کړې د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو بنديز ظالمانه ګڼلی او د دې بنديز د ختمولو غوښتنه يې کړې ده.

نن (سې‌شنبه، ۴ د سلواغې/ ۲۴ جنوري) د زده کړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (يونسکو) دا ورځ د افغانستان له زده کړو بې برخې نجونو ته ځانګړې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې دي.  دغې ډلې د روان کال د لیندۍ پر ۲۹مه پوهنتون ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.