اطلاعات روز: د کندهار، زابل، ننګرهار، کندز، پکتیا او پکتیکا ولایتونو لسګونو اوسېدونکو په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل.
دغو لاريون کوونکو د مرګ پر سويډن شعارونه ورکول او د دغه هېواد بيرغ ته یې اور ورته کړ.
دوی په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو عاملینو ته د سزا غوښتنه کوله او ویل یې چې نړیواله دې پر سویډن سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګوي.
په دې وروستیو کې د راسموس پالودان په مشرۍ ځینو ښي اړخو افراطي ډلو په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم نسخې سوځولې دي.
اسلامي هېوادونو دغه عمل غندلی دی. د طالبانو حکومت له سویډن څخه غوښتي چې د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي او اجازه ورنکړي چې په راتلونکي کې «دا ډول وحشیانه او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د شرم وړ عملونه تکرار کړي.»
د تېر کال (۲۰۲۲) په اپریل میاشت کې راسموس پالودان په سویډن کې د «قران کریم په سوځولو» سره د خلکو غوسه راوپاروله او یو شمېر هېوادونو د هغه دغه کړنه وغندله.