د ارزګان اوسیدونکو سویډن کې د قران کريم د سوځولو غبرګون کې لاریون وکړ

اطلاعات روز: ارزګان کې سلګونه کسانو سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د یوه کس له لوري د قران کریم د سوځولو غبرګون کې لاریون وکړ.

دغو لاریون کوونکو نن (پنج شنبه،۶ د سلواغې) له غرمې مخکې د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د سویډن پرضد شعارونه ورکول او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتنه وکړه چې دهغه چا پر وړاندې دې ودریږي چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي.

دوی ویل چې نړیواله محکمه دې یاده پیښه وڅیړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

په دې وروستیو کې د راسموس پالودان په مشرۍ ځینو ښي اړخو افراطي ډلو په سټاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم نسخې سوځولې دي.

اسلامي هېوادونو دغه عمل غندلی دی.  د طالبانو حکومت له سویډن څخه غوښتي چې د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي او اجازه ورنکړي چې په راتلونکي کې «دا ډول وحشیانه او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د شرم وړ عملونه تکرار کړي.»

د تېر کال (۲۰۲۲) په اپریل میاشت کې راسموس پالودان په سویډن کې د «قران کریم په سوځولو» سره د خلکو غوسه راوپاروله او یو شمېر هېوادونو د هغه دغه کړنه وغندله.