کندهار کې یوې ترافيکي پېښه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: کندهار کې طالب مسوولین وایي، د دې ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې پرمهال يو پلار مړ او زوی يې ژوبل شوی دی.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د ترافيکو مدير نصرالدين اخند وايي، ياده پېښه نن (پنج‌شنبه، ۶ د سلواغې) سهار ۸:۰۰ بجې د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د لوی ليواء په سيمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، یو پلار او زوی چې پر موټر سایکل سپاره وو، تر ټیلر لاندې شوي، پلار یې ساه ورکړې او زوی یې په ژوبل حالت کې میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوی دی.

د ده په خبره د طالبانو امنیتي کسانو له لوري د ټیلر موټر چلوونکی نیول شوی دی.

هېواد کې د ترافيکي قوانينو نه مراعات، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي يو له هغو لاملونو څخه شمېرل کېږي چې هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې زيات شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا ژوبل کېږي.