انځور: UN Photo/Vinay Panjwani

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د بشري حقونو ساتنه له ترهګرۍ سره بنسټیزه مبارزه ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش په نيويارک کې له تروريزم سره د نړيوالې همغږۍ د تړون په نهمه ناسته کې ويلي، چې د بشري حقونو ساتنه له تروریزم سره بنسټیزه مبارزه ده.

ګوتريش په دې غونډه کې چې پرون (چهارشنبه، ۵ د سلواغې) پيل شوه، تروريزم يوه نړيواله بلا ګڼلې او ويلي يې دي چې «له تروريزم سره مبارزه بايد هيڅکله هم د خلکو د بشري حقونو د تروړل کېدو پلمه نه وي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ټينګار کړی: «کله چې له بشري حقونو دفاع کوو، په حقيقت کې د تروريزم له بنسټيزو علتونو سره مبارزه کوو.»

ده زياته کړې، چې بشري حقونه او د قانون حاکميت، د تروريزم پر ضد د سياستونو اصلي هسته ده.

ګوتريش ټينګار کړی، چې د امنيت د خرابېدو مخه دې ونيول شي، د سياسي او مدني بنسټونو او بشري حقونو درناوی دې هلته وشي، چيرته چې تروريزم وده کولای شي.