د اروپايي ټولنې او نړیوال بانک چارواکو له افغان سوداګرو سره وکتل

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ وايي، چې دې ټولنې او د نړيوال بانک استازې مليندا ګود له ۲۵ ښخينه او نارينه سوداګرو او د افغانستان له خصوصي سکتور سره کتلي دي.

دې استازولۍ نن (شنبه، ۸ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د دې ليدنې موخه په افغانستان کې د خصوصي سکتور په ننګونو او توقعاتو پوهېدل و.

د اروپايي اتحاديې د استازولۍ په وينا د برېښنا ستونزه، بانکي محدوديت، د استعدادونو تېښته او پر ښځينه کارمندانو بنديز د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له پاشل کېدو سره مخامخ شوی دی.

اوس مهال د دې هيواد تر نيمايي زيات نفوس له لوږې سره مخ دی او بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې د افغانستان د وضعيت په اړه نړيوال بانک په خپل تازه راپور کې د انفلاسيون د کمښت او صادراتو د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې په جولای کې ټول ۱۸.۳ سلنه کلنی انفلاسيون، د همدې کال په نوامبر کې ۹.۱ سلنې ته راکښته شوی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه