د افغانستان خلکو سره د مرستو د دوام په اړه د بريتانيا د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سره د اروپا د ځانګړي استازي خبرې

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړی استازی توماس نيکلاسن وايي، چې د جنوبي اسيا په چارو کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره يې په افغانستان کې د روانو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

نيکلاسن نن (شنبه، ۸ د سلواغې) په یوه ټويټ کې ليکلي چې له طالبانو سره يې خبرې کړي چې اروپا او بريتانيا څرنګه کولای شي د افغانستان له خلکو څخه د خپل ملاتړ هڅې په داسې ډول دوامداره وساتي چې د خپلو حقونو په اړه د دې هيواد د وګړو هيلې زيانمنې نشي.

د افغانستان لپاره د اروپا استازولۍ هم وايي چې د دې اتحاديې چارواکو او د نړيوال بانک استازې ملينډا ګود له ۲۵ زياتو ښځينه او نارينه سوداګرو او د افغانستان له خصوصي څانګې سره ليدلي دي.

دې استازولۍ نن په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د دې ليدنې هدف په افغانستان کې د خصوصي سکتور په ستونزو او توقعاتو پوهېدل و.

د اروپايي اتحاديې د استازولۍ په وينا برېښنا، بانکي محدوديت، د استعدادونو تېښته او پر ښځينه کارمندانو بنديز د افغانستان د خصوصي سکتور ستونزې دي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد له پاشل کېدو له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

اوس مهال د دې هيواد تر نيمايي زيات نفوس له لوږې سره مخ دی او بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه