پکتیکاوال

د پکتيکا اوسېدونکي: جمهوريت مو سره کرښه ده، موقت حکومت هېڅ د منلو نه ده

خبریال: امېد اشنا

د پکتيکا ولايت ګڼو اوسېدونکو په يوه غونډه کې له جمهوريت او په دې اړه د حکومت د وروستي دريځ کلک ملاتړ وکړ او ويې ويل چې موقت حکومت په هېڅ صورت ورته د منلو نه دی.

قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ولايتي شورا ځينو غړو او ځوانانو د وسله والو طالبانو له مشرتابه څخه د اوربند او په سالم ډول سياسي پروسې ته د داخلېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ځينې کړۍ او په تېره ګاونډي هېوادونه په ياده پروسه کې مغرضانه لاسوهنې کوي.

قومي مشر هاشم الکوزی وايي چې د وسله والو طالبانو مشرتابه بايد د هېواد حساس حالت درک او د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي.

الکوزي وويل چې سياسيون او ټول داخلي ښکېل اړخونه دې د هېواد له تاريخ څخه زده کړه وکړي او ټولې هڅې دې د جګړې غځېدو او بل ناورين رامنځته کېدو مخنيوي ته ځانګړې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «له ۴۰ کلونو زيات په مختلفو نومونه جنګونه وشول او خپلو کې سره وجنګول شو، تر دې زيات پند فکر نکوم بل څه وي، طالبان او سياسيون بايد عاقلانه لاره خپله کړي، خپلې ګټې او غوښتنې يوه طرف ته کړي او وطن ته کار وکړي. په سوله او کراري کې د ټولو خير دی.»

دوا وایي، د وسله والو طالبانو مشرتابه بايد د هېواد حساس حالت درک.

ديني عالم عبدالوکيل احمدي وويل چې د هېواد او دين ګټې، ټولنيز ثبات او پرمختګ يوازې په سوله کې شونې دي.

احمدي زياته کړه چې د بېګناه انسان وژل تر ټولو لوی ديني او دنيوي جنايت او د مسلمان حکومت پر وړاندې خروج حرام دی.

هغه وايي: «سوله د خدای امر دی، سوله سراسر خير دی. هېڅ مسلمان حق نلري بل ته تاوان ورسوي او که ځينې خلک په دې فکر کې وي، زموږ د ټولنې د مشرانو او سياسيونو مسولیت دی چې مخنيوی يې وکړي. له طالبانو غواړو چې موږ، تاسې افغانان يو، راځئ خبرې کوو.»

مدني فعال جاوېد الهام نيوکه وکړه چې د پخوانيو مجاهدينو له امله هېواد نه جبرانېدونکي زيانونه وليدل د يادو ډلو اوسني ځينې مشران د خپلو ګټو او پرديپالنې لپاره د موقت حکومت له لارې يو ځل بيا شته ستونزې زياتول غواړي.

الهام وويل چې جمهوريت د افغانانو سره کرښه ده او هېڅ داخلي يا خارجي بنسټ دې د خپلو فرمايشونو لپاره د بلې نسخې عملي کولو فکر نه کوي.

جاوېد وايي: «هغه کسان چې د موقت حکومت چيغې وهي، دا وطن د هغوی له لاسه په دې حال دی، زموږ ميليونه خلک لا هم د هغوی له لاسه په نورو وطنونو کې د منت شپې، ورځې تېروي. دې وطن کې هره ورکړل شوې فرمايشي نسخه او ناکامه شوې. جمهوريت زموږ ملي غوښتنه، ارزښت او سره کرښه ده.»

د ولايتي شورا ځينو غړو هم د موقت حکومت خبره په کلکه رد کړه او ويې ويل چې د ستونزو زياتولو پر ځای بايد شته ننګونو ته د حل پر لارو، چارو فکر وشي.

د يادې شورا غړي عزيز عزيز وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د وسله والو طالبانو د مرچکي پلاوو تر منځ د سولې مخامخ خبرې بايد د ملي ګټو او ارزښتونو او د خلکو د غوښتنو په رڼا کې تر سره شي.

عزيز په دوبۍ کې د ځينو افغان سياسي ډلو له مشرانو سره د خليلزاد ليدنه هم شيطاني بولي او وايي چې امريکا بايد د افغانستان د امن کولو او ثبات ژمنه پر ځای کړي، چې په خبره يې يوازې د رسمي دولتي اړيکو له لارې کېدی شي، نه د ډله ټپلو له لارې.

نوموړي زياته کړه: «هېواد کې د ستونزو د حل لپاره ګډو کوشـشونو ته ضرورت دی، مخلصانه کوشـشونو ته، نه دا چې ځينې کسان د خپلو ګټو لپاره پاکستان، دوبئ او نورو ملکونو روان وي. دا هر څه تاريخ ته پاتې کيږي.»

د پکتيکا ولايت مقام وايي چې د هر هغه ولسي غږ او حرکت ملاتړ کوي چې په هېواد کې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرستندوی وي.