کندز کې د ماليو زياتوالی؛ «طالبان څو برابره ماليه اخلي»

اطلاعات روز: ماليه يو ډول جبري مالي لګښت او يا هم هغه خراج دی چې د يوه دولتي سازمان له لوري د بېلابېلو عمومي لګښتونو يا د دولتي لګښتونو د پوره کولو په موخه، پر ماليه ورکوونکو (حقيقي يا حقوقي شخص) تحميلېږي. د ماليې نه ورکړه، ترې تېښته او يا يې هم په وړاندې مقاومت کول، ښايي قانوني مجازات ولري.

ډېری هيوادونه د عمومي او ګډو مالي اړتياوو او د دولت د کړنو د مالي تأمين لپاره يو مالياتي سیسټم لري. ځینې هيوادونه له عايد څخه ثابته ماليه اخلي خو ډېری هيوادونه له عايد څخه د ماليې اخيستلو غير ثابت سيسټم لري. ډېری هيوادونه پر شخصي او د کمپنۍ پر عايد ماليې لګوي. له دې سره – سره په ډېری هيوادونو کې پر ملکيت، میراث، املاک، ډاليو، پلور او عايد هم ماليې شته دي.

د طالبانو تر بیا راتګ او د جمهوريت تر سقوط وروسته دې ډلې ډیره پاملرنه مالي مسايلو ته کړې ده. دې ډلې د نظامي کسانو د مالي لګښتونو او دولتي مامورينو د معاش پوره کولو لپاره د ماليو زياتولو ته مخه کړې ده. که څه هم د دې ډلې مسوولين وايي چې د مالياتو کچه چې ۱،۵ سلنه وه ۰،۵ سلنې ته کمه کړې ده، خو په کندوز ولايت کې دوکانداران او کسبګر د طالبانو له لوري د ماليو له زياتېدو شکايت کوي.

درنې ماليې

په کندز کې يو شمير دوکاندارانو د طالبانو د مسوولينو له لوري له درنو او درې چنده زياتو ماليو له اخيستلو شکايت کوي او وایي، چې دې ډلې پر دوی ماليې زياتې کړې دي او په زور يې ټولوي. د دې دوکاندارانو په وينا، دوی په داسې شرايطو کې چې اقتصادي وضعيت خراب دی، د خوراکي او غير خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي، نشي کولای د طالبانو له لوري ټاکل شوې ماليې ورکړي. د دوکاندارانو په وينا، دې حالت دوی اندېښمن کړي، که دوام پيدا کړي، د دوی ډېری به يې اړ شي چې خپل دوکانونه وتړي.

کندز ولایت کې د خوراکي توکو پلورنځي. انځور: خواله رسنۍ

حبيب الله چې د کندز ښار يو دوکاندار دی، د طالبانو له لوري د ماليې له زياتېدلو شکايت کوي. د دې دوکاندار په باور، دې ورځو کې يې په دې تړاو اندېښنه زياته شوې ځکه طالبان د خپل دې کار په اړه قناعت ورکوونکی دليل نه وايي. د ده په وينا، د دې ډلې مسوولين او مامورين له وسله والو کسانو سره راځي او عوايدو ته له پام پرته پر دکانونو ماليې ږدي.

د ده په وينا، کوم کار چې د طالبانو مسوولين او مامورين په دې ولايت کې کوي، هيڅ «شرعي او اسلامي» منبع نه لري. د ده په باور، ماليات بايد له عايداتو څخه واخيستل شي، کله چې عايد نه وي، نو بيا ماليه ولې اخيستل کېږي؟ حبيب الله وايي: «دا انصاف نه دی. زه ۴۰۰ زره افغانۍ سرمايه لرم. زما لپاره يې ۲۵ زره افغانۍ ماليه ټاکلې ده.» دی وايي په داسې حال کې چې دوی له ستونزو سره مخ دي ولې بايد لوړې ماليې واخيستل شي؛ طالبان بايد د خلکو ستونزې درک کړي.

دی همدا راز زياتوي چې له لوړو مالياتو سره – سره، د دوی د جواز د تمديدولو پيسې هم څو چنده زياتې شوې دي. د ده په وينا، پخوا د دوی د جواز د تمديد لګښت ۵۰۰ افغانۍ و، خو اوس له يونيم زر څخه بيا تر درې زره افغانيو پورې زياتې شوې دي.

دا خبرې په کندوز کې د دوکاندارانو له لوري داسې مهال کېږي چې طالبانو د تېر حکومت تر سقوط او واک ته تر رسېدو وړاندې، د ماليو اخيستل حرام ګڼل، خو اوس يې په هره برخه کې ماليې څو چنده زياتې کړې دي او هيوادوال يې اندېښمن کړي دي. دا ډله له مالياتو سره – سره، په کرنه کې په خاص ډول له بزګرانو او مالدارانو عشر او زکات هم راټولوي.

د کندوز يو بل اوسېدونکی محمد قسيم چې د ساعت جوړولو دوکان لري او سرمايه يې ۴۰ زره افغانۍ ده، وايي چې له يوه لوري د دوکان کرايه، له بله لوري شهري او صفايي، او بل اړخ ته لوړو ماليو تر پزې راوستلي دي. دی د اوسني حکومت دا اقدام غير منصفانه او غير اسلامي بولي او له طالبانو غواړي چې له قانون او اسلامي اساساتو سره سم دې عمل وکړي.

د ده په وينا، په ۱۴۰۰ کال کې يې درې زره او ۲۰۰ افغانۍ ماليه ورکړې ده او په ۱۴۰۱ کال کې ورته درې زره او ۴۰۰ افغانۍ ماليه وضع شوې ده. دی ټينګار کوي چې د مالي ستونزو له وجې يې د تېر کال ماليه نه ده ورکړې، خو د ۱۴۰۲ کال تر را رسېدو وړاندې پرې پنځه زره او ۵۰۰ افغانۍ ماليه لګول شوې ده. دی زياتوي چې د دې پیسو د ورکړې وس نه لري، اړ دی چې خپل دوکان وتړي او په بل کار پسې وګرزي.

هغه وایي، چې دا کار پر دوی د طالبانو ظلم دی او ټول يې اندېښمن کړي دي. د ده په وينا، طالبان بايد له شريعت او دين سره سم چلند وکړي، ماليه دې واخلي خو نه دا چې راشي او ظلم وکړي. په کندوز کې د دوکاندارانو له معلوماتو سره سم، طالبان د هر هغه دوکاندار دوکان مهر او تړي چې پر وخت ماليه ورنه کړي.

د جمهوريت او «امارت» په ماليو کې توپير

په کندوز ښار کې له دوکاندارانو، کسبکارانو او هوټل چلوونکو څخه د ماليو اخيستل د جمهوريت او طالبانو په وخت کې ډېر توپیرونه سره لري. په کندوز کې د دوکاندارانو له معلوماتو سره سم، د جمهوريت پر مهال د ماليو اخيستل له فساد او رشوت سره – سره، يو شمېر مامورين د طالبانو تر وخت ښه و.

عظيم الله چې دوکاندار دی، وايي ده د جمهوريت په وخت  کې د ارزونې د ټيم پر اساس اته زره افغانۍ ماليه ورکوله په داسې حال کې چې هغه وخت يې کاروبار هم ښه و. خو د طالبانو تر راتلوم وروسته د دې ډلې مامورينو او مسوولينو پر ده ۳۱ زره افغانۍ ماليه لګولې ده چې د جمهوريت د وخت په پرتله څو چنده زياته ده. د ده په وينا، طالبان له خپلې ارزونې سره سم ماليه لګوي او مالي وضعيت او عوايد په پام کې نه نيسي.

محمد امين چې د جمهوريت پر مهال يې په کندوز کې دوکان درلود او اوس ازاد کاروبار کوي، وايي چې د جمهوريت پر مهال مامورينو له دوکاندارانو د ماليې په اخيستلو کې کم رشوت اخيست. د ده په وينا، کله چې به مامورينو له يوې عمده فروشۍ يا هم دوکاندار څخه د څو کلونو د ماليې غوښتنه کوله، نو دې کس به د پنځو زرو افغانيو په ورکولو سره يو کال وخت اخيسته. د طالبانو تر راتلو وروسته چې کوم خلک په مالياتو کې پاتې و، په دوو اونيو کې يې خپلې ماليې ورکړې. دی زياتوي چې طالبان او مسوول افراد د دوکاندارانو لپاره وخت ټاکي او د ځنډ په صورت کې ورسره تاوتريخوالی کوي او په زور پيسې ترې اخلي.

اوس په هيواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر يوه کال زيات وخت کېږي او دا ډله د ماليو په اخيستلو کې له خپلو سياستونو سره سم، هر دوکاندار او کسبګر له دوو تر درې ورځو وخت ورکوي او تر دې وروسته يې دوکان تړي.

دې کيسو ته په پام، دوکانداران په دې باور دي چې د جمهوريت پر مهال ماليې له هغوی څخه د عايدو پر اساس اخيستل کېدلې د دوی په وينا، طالبان اوس د عوايدو د اخيستلو لپاره پر دوی ظلم کوي او د دوی ستونزو ته پام نه کوي.

د طالب مسوولینو ځواب

د طالبانو مسوولين د دوکاندارانو او کسبګرو دا انديښنې ردوي چې ماليې زياتې شوې دي او د ماليو ټولولو لپاره له زوره کار اخيستل کېږي، دوی وايي چې د جمهوريت د وخت بر خلاف ماليې کمې شوې دي.

د کندز ولایت مستوفیت. انځور: خواله رسنۍ

په کندوز ښار کې د طالبانو مستوفي مولوي احمدګل حامد له ملي ټلويزون سره په مرکه کې له دوکاندارانو څخه د لوړو ماليو اخيستل رد کړي او ويلي يې دي چې دوکانداران د خپلو ماليو په ورکولو کې هيڅ ستونزه نه لري. د طالبانو دې چارواکي ويلي دي چې د ماليو اخيستلو له پلوه د دوی پيسې پر زياتېدو دي. د ده په وينا، د طالبانو تر راتلو وروسته دوی په کندوز کې ۷۸۰ ميليونه افغانۍ له خلکو ماليه اخيستې ده.

احسان الله (مستعار) چې د کندوز په مستوفيت کې مسوول دی او نه يې غوښتل چې نوم يې واخيستل شي، وويل: «د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ماليه کمه شوې ده. اوس مهال ماليه په سلو کې نيمه ټيټه شوې، په داسې حال کې چې د جمهوريت پر مهال يونيم سل سلنه اخيستل کېدله.»

دی زياتوي چې دوی نظارتي ټيم لري او کوم کسان چې له لګول شويو ماليو خوښ نه وي، له هغوی سره په کېنستلو ورته قناعت ورکول کېږي. دی ټينګار کوي چې له هيچا هم په زور ماليه نه اخيستل کېږي، «له هغو کسانو پرته چې په هيڅ ډول هم ماليه نه ورکوي». د ده په وينا، کوم کسان چې د ماليو په ورکړه کې ځنډ کوي، دوکان يې تړل کېږي او په نورو مرحلو کې په قانوني توګه مجازات کېږي.

د طالبانو د ماليې وزارت له اعلاميې سره سم د ماليې ورکوونکو مالياتي جرايم په مجموعي توګه معاف شوي دي او تر ۱۳۹۰ وړاندې پاتې ماليې يې هم معاف دي. په کندز کې د طالبانو مستوفي زياتوي چې مستوفيت په وروستي يوه کال کې د ماليو باقياتو چې له ۱۳۹۰ راهيسې له خلکو سره و نيم کړي دي (نيم يې بخښلي).

دا مسوول مني چې د ماليو په ټولولو کې د دوی د درجه بندۍ اصول داسې دي چې که يو څوک د ماليې پر ورکړه نه قانع کېږي، نظارت کوونکی ټيم د هغه دوکان تر نظر تېروي او د پلور او د کاروبار د ډول نظارت يې کوي او تر دې وروسته يې په اړه پرېکړه کوي. د طالبانو مستوفي دا څرګندونې په کندوز کې په داسې مهال کې کوي چې موږ د هر ډول کاروبار له لسګونو دوکاندارانو سره خبرې وکړې او ټول د ماليو اخيستلو له اړخه له طالبانو شکايت کوي. د دوی په باور، طالبان د تېر حکومت بر خلاف د دوی عايد ته له پام پرته له دوی څو چنده زياته ماليه اخلي او هيڅوک يې غږ هم نه اوري.