«مقاومت جبهه»: له طالبانو د انساني چلند هېله يو خيال دی

اطلاعات روز: د «مقاومت جبهې» وياند صبغت الله احمدي پر ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو دوام ته په غبرګون کې ويلي چې «له طالبانو د انساني چلند هېله کول، له خيال پرته بل څه نه دي.»

نموړي نن (دوشنبه، ۱۰ د سلواغې) په پرلپسې ټویټونو کې ليکلي چې «مقاومت جبهه» حيرانه نه ده چې طالبان او مشران يې له ټولنې د ښځو پر حذف ټينګار کوي؛ خو له دې ډېره اندېښمنه پر دې ده چې نړيواله ټولنه زده کړې او کار ته د ښځو پر لاسرسي د طالبانو پراخ بنديزونه ويني او يوازې پر غندنه بسنه کوي.

احمدي ویلي، چې د طالبانو اقدامات د لومړنيو بشري حقونو تروړنه ده چې د ده په وينا نړيواله ټولنه بايد په دې اړه عملي غبرګون وښيي.

ده زياته کړې: «له زده کړو او ټولنې د ښځو د حذفولو په اړه موږ د طالبانو د نوي فرمان غندنه کوو او دا ټينګار کوو چې طالبانو هيڅ بدلون نه دی کړی او له طالبانو د انساني چلند هېله لرل له خيال پرته بل څه نه دي.»

طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو په کانکور ازموينه کې د ښځينه محصلينو پر نومليکنه هم بنديز لګولی دی.

دې ډلې تر دې وړاندې تر شپږم ټولګيو پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي او په دولتي پوهنتونونو کې يې د ښځو او نجونو لوړې زده کړې ځنډولې دي.

طالبانو په غير دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی دی.