عبداللهيان: د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز ناسم اقدام ګڼو

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان له خپل قطري سيال محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په يوه خبري غونډه کې له زده کړې د افغان نجونو محرومول ناسم اقدام او «د اسلام دين له لارښوونو» سره په ټکر کې ګڼلی دی.

د ايرنا خبري اژانس له راپور سره سم، عبداللهيان د قطر له بهرنيو چارو وزير سره د افغانستان، اوکراين او سيمه‌ييزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

نموړي تېره ورځ (يکشنبه، ۹ د سلواغې) په يوه خبري غونډه کې وويل: «که څه هم موږ په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره خپلې اړيکې تر يوې کچې فعالې کړې دي، خو د دې هيواد د ثبات، ارامۍ او پرمختګ لپاره د يوه ټولګډونه حکومت د جوړولو پر اړتيا ټينګار کوو او يو ځل بيا له زده کړو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول ناسم اقدام گڼو او د اسلام د رحماني دین د لارښوونو خلاف یې بولو.»

عبد اللهیان زیاته کړې چې ایران چمتو دی چې له طالبانو سره په همغږۍ د علم د ودې او د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستې او فعالیت په موخه مجازي اقدامات وکړي، درسي کتابونه او لوجیستیکي امکانات برابر کړي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو بندیز د اسلامي لارښوونو خلاف بللی و او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو په کانکور ازموينه کې د ښځينه محصلينو پر نومليکنه بنديز لګولی دی.

دې ډلې تر دې وړاندې تر شپږم ټولګيو پورته نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي او په دولتي پوهنتونو کې يې د ښځو او نجونو لوړې زده کړې هم ځنډولې دي.

طالبانو په غير دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه